IQNA

د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د قدس دنړیوالې ورځې  ولولناکې دستورې په انځوریز راپور کې

15:03 - April 07, 2024
د خبر لمبر: 3489011
ایکنا – د روژې د مبارکې میاشتې په وروستۍ جمعې یعني په جمعةالوداع ورځې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې  په زرګونو ښارونو کې  د فلسطین دمظلوم ولس په ملاتړ او د وحشي صهیونیسټي رژيم  دجنایتونو په محکومیت کې د ولولناکو او میلیوني لاریونونو  شاهدان وو.

ایکنانیوز  د العربی له قوله راپور راکوي، د انډونیشیا، ملایشیا، پاکستان ،افغانستان ، بحرین ،ترکیې  اروپائي هیوادونو، افریقائي هیوادونو  او د ځینو امریکائي هیوادونو پشمول په درستې نړۍ کې  مختلف په زرګونو ښارونه  د فلسطین د مظلوم ولس په ملاتړ او د وحشی او جنایتکار صهیونیسټي رژيم د  جنایتونو په محکومیّت کې د میلیوني او ولولناکو  لاریونونو شاهدان  وو.

 مختلفو سیمه ایزو او نړیوالو خپلواکه رسیندویوو  لیکلي دي ، ددنیا په لسګونو هیوادونو کې  په زرګونو  ښارونو کې د فلسطین له ولس او آرمان سره د پیوستون  او ملاتړ لپاره  ولولناک او میلیوني لاریونونه شوي دي.

 د پاکستان  دپاراچنار ګلګت بلتستان ،کشمیر  پشمول په لسګونو ښارونو کې په میلیوني لاریونونو کې ددغه هیواد ولس یو ځل بیا  د فلسطین له ملت او آئيډیا سره خپل پيوستون اعلان کړ او له خپل حکومته ئې وغوښتل  چې د جنایتکار صهیونیسټي رژيم  دملاتړو هیوادونو د سفیرانو په رټلو سره  دې  د دوي د محصولاتو او تولید شوو شیانو رسمي بایکاټ وکړي

 همداراز د نړۍ په زیاترو هیوادونو کې  له طوفان الاقصی تر طوفان الاحرار   پورې په شعارونو سره   د هر دین او مذهب  پیروکارو  له فلسطیني ملت سره خپل ملاتړ او  له جنایتکارو صهیونیسټي  وحشیانو څخه خپله کرکه اعلان کړې او وئيلي ئې دي، صهیونیسټي تفکر له یهودیّت سره هیڅ تړاؤ نه لري  او دا یو داسې سرطاني دانه ده چې  انسانیّت ورڅخه کړیږي او د انسانیّت په ټنډې یو بدنما داغ دی چې باید  د مځکې له مخه پاک  شي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4208831

captcha